د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وایي، له ۵۵ تر ۶۰ سلنه برېښنا هستوګنیزو سیمو او له ۶۰ تر ۶۵ سلنه فابریکو ته ځانګړې شوې. ښاغلي میوندي زیاته کړې ده، چې د برېښنا د پرچاویو د کمښت لپاره هم ځینې پلانونه ترلاس لاندې لري.
افغانستان له بېلابېلو سرچینو لکه باد، اوبو، لمر او تودوخې څخه د ۳۱۸ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. د چارو کارپوهان پر دې باور دي چې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره په هېواد کې دننه د انرژۍ تولید ته اړتیا ده.