Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»برېښنا شرکت: د کاسا زر پروژې د پلې کېدو په تړاو یې د کندوز ځايي مسوولینو سره خبرې کړې
    افغانستان

    برېښنا شرکت: د کاسا زر پروژې د پلې کېدو په تړاو یې د کندوز ځايي مسوولینو سره خبرې کړې

    عمران آغاعمران آغا9 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه د کندوز له والي نثار احمد نصرت او د استخباراتو رئیس عبدالرشید منېب سره لیدلي او د کاسا زر پروژې لپاره یې د هر ډول اړینو اسانتیاوو په برابرولو ورسره خبرې کړې دي.
    له برېښنا شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د غوره پرمختگ لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سربېره ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینې په برابرولو هم خبرې شوې دي.: «دغه راز د کندوز له ځايي مسوولینو غوښتنه وشوه چې د برېښنا پراختیايي پروژو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو او ضایعاتو مخنیوي کې دې بشپړه همکاري وکړي».
    د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه، غواړي هېواد کې د لویو پروژو پاتې چارو بیا پیل او بشپړولو لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي او د برېښنا پر ولایتي واحدونو هم منظمه څارنه ولري، څو پېرودونکو ته هر ډول اسانتیاوې رامنځته شي او ټاکلي پلانونه پر وخت په منظم ډول تطبیق شي.
    د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کېلومترو په اوږدوالي د کندوز له شېر خان بندر څخه د ننگرهار تر تورخم پورې بشپړېږي، د کاسا زر پروژې په مرسته قرغیزستان او تاجېکستان به د یو ۱۲۲۲ کیلومتره د انرژۍ انتقال لیکې پرمټ ۳۰۰ مېگاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېگاواټه پاکستان ته لېږدوي.
    د کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا د شېرخان بندر له لارې د افغانستان شمال ته ننوځي او له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل لغمان او ننگرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا ته اوړي.
    افغانستان به له برېښنا د گټې اخیستنې تر څنگ په کال کې ۴۵ مېلیونه ډالره د برېښنا د ټرانزیت له پلوه هم عاید ولري.

    مخکینۍ مقالهلوگر کې شپږو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي
    راتلونکي مقاله کابل ښاروالۍ د اختر په مناسبت د څارویو د پلور او پېر ځانگړې ځایونه په ډاگه کړل

    مربوطه لیکنې

    د جمهوریت پر مهال د بلخ والي او د تش په نوم مقاومت شورا د رهبرۍ غړی عطاء محمد نور: دوه ورځې مخکنی پیغام مې د افغان ځوانانو د ژغورلو لپاره و، که زما سپکاوی دوام وکړي، نو د مخالفینو ټول پټ استخباراتي رازونه او اړیکې به افشا کړم

    29 سپتمبر 2026

    تېرو شپږو میاشتو کې له کابل هوايي ډګر څخه نږدې ۱۱۰۰ کارګو الوتنې شوي

    28 سپتمبر 2026

    څلورو ولایتونو کې د شریعت د احکامو د نفاذ او همغږۍ ولسي غونډې شوي

    28 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 29 سپتمبر 2026

    زيلينسکي وايي شمالي کوريا روسیې ته ۱۰ زره نوي سرتېري استوي

    انډپندڼټ رسنۍ راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر زیلينسکي وايي، چې شمالي کوریا روسیې ته…

    د اسرائیل د ملي امنيت وزير په مشرۍ سلګونه اسرائیليانو د الاقصی مسجد پر انګړ هجوم وروړی

    29 سپتمبر 2026

    روانه میاشت منځني ختیځ کې ۳۸ امریکايي سمندري ځواکونه ټپیان شوي

    29 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    زيلينسکي وايي شمالي کوريا روسیې ته ۱۰ زره نوي سرتېري استوي

    29 سپتمبر 2026

    د اسرائیل د ملي امنيت وزير په مشرۍ سلګونه اسرائیليانو د الاقصی مسجد پر انګړ هجوم وروړی

    29 سپتمبر 2026

    روانه میاشت منځني ختیځ کې ۳۸ امریکايي سمندري ځواکونه ټپیان شوي

    29 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،196 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.