Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بغاوتګرو ته د اشغالګرو قربانۍ او د واشنګټن ساتنه ارزښت لري
    لیکني

    بغاوتګرو ته د اشغالګرو قربانۍ او د واشنګټن ساتنه ارزښت لري

    صابر افغانصابر افغان13 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    امریکايي اشغالګر د بغاوتګرو، په ځانګړې توګه د شر او فساد جبهې لپاره د دوی په وینا د ترهګرۍ په وړاندې قرباني شوي سرتېري دي، هغه سرتېري چې پوره شل کاله یې د افغانستان پر مظلومو ولسونو هېڅ راز ظلم ونه درېغوه.

    د شر او فساد جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري پر خپله ټویټر/ایکس پاڼه په افغانستان کې د امریکایي اشغالګرو له خوا د کار کولو ورځې په مناسبت د امریکا پخوانیو عسکرو ته خپل درناوی وړاندې کړی.

    نوموړي زیاته کړې؛ موږ د هغو کسانو یادونه کوو چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې د نړیوال تروریزم پر وړاندې د افغانستان د امنیتي ځواکونو تر څنګ د تروریزم په ضد جنګېدلي دي، د هغوی قربانۍ باید هېڅکله هېره نه شي.

    د شر او فساد جبهې دا ذهني ناروغ هغه عسکر د تروریزم په وړاندې جګړې قربانیان نوموي، چې د مسلمانانو په سپیڅلې جهادي مبارزه کې له منځه تللي دي؛ یعنې بُغات د نړیوال اتحاد پر وړاندې په تېر شل کلن جهاد د بطلان کرښه کشوي او په همدې مهال بیا د برنا در یهودي د نږدې همکارانو وسلوالو جګړو ته د جهاد نوم ورکوي.

    علي میثم نظري د یادې ورځې په مناسبت د ټرمپ له راتلونکې ادارې غوښتي چې داسې کسان دې وګماري، تر څو د هغه په ټکو، په افغانستان کې له افراطیت او تروریزم سره مبارزه وکړي.

    شر او فساد د تورو تیارو هغه لارویان دي، چې پر افغانستان د امریکايانو د شل کلن اشغال له ماتې یې لا عبرت نه دی اخیستی، لا هم امریکايي پوځیانو ته تمه لري چې د یوې بلي ډالري جګړې ویاړ ور وبښي او د هغوی په ملتیا د افغانستان د لوټمارۍ چارو ته له درې کلن ځنډ وروسته بیا ځل ادامه ورکړي.

    میثم څو ورځي وړاندې ټرمپ ته د مبارکۍ پیغام کې ویلي وو، چې طالبان له (۲۱) ترهګرو ډلو سره یو ځای په افغانستان کې د خپل ځواک او منابعو د لاسته راوړلو لپاره له بې بنسټه سیاستونو څخه کار اخلي؛ له دې کبله باید ښکېلتیا ورسره ختمه او اوونیز مالي ملاتړ یې پای ته ورسېږي.

    میثم په خورا سپین سترګۍ هېروي، چې د امریکا لخوا افغانستان ته ټولي راتلونکي ډالري کڅوړې د بشري مؤسساتو لپاره راځي او هغوی یې بې ځایه شویو، سیلاب ځپلو او کډوالو باندې مصرفوي. په دې اړه امریکايي چارواکو هم په کانګرس کې وضاحتونه ورکړي، خو بغاوتګر هغه ړانده دښمنان دي، چې د مادي ګټو لپاره هیڅ معنوي ارزښتونه او اخلاقي پولي نه مراعتوي.

    میثم په خورا عجز په خپل پیغام کې له ټرمپ غوښتنه کړې وه، چې د دغه فسادګري ډلې همکاري وکړي او دده په الفاظو “د دواړو هېوادونو(امریکا او افغانستان) د امنیت او سولې د ټینګښت او تروریستي ګواښونو د مخنیوي په برخه کې اقدامات ترسره کړي”.

    بغاوتګرو، چې په پرځېدلي جمهوریت کې یې لسګونه جنرالان او زرګونه اجیر عسکر د واشنګټن د ګټو لپاره وجنګول او په اخر کې یې داسې شرمېدلې ماتې وخوړه، چې له بهرنیو همکارانو وړاندې تر کولاب، پاکستان او نورو کمپونو تېر شوي وو؛ بیا ځل امریکا ته ډاډګیرنه ورکوي چې د واشنګټن ګټي به خوندي کړي.

    بغاوتګرو ته د اسلام او هېواد په ځای د واشنګټن ګټې ارزښت لري او د مظلومو مسلمانونو پر ځای د امریکايي اشغالګرو قربانۍ؛ شر او فساد جبهه غواړي په دغه نا کاره ارزښتونو امریکا بیا ځل جګړې ته زړه ښه کړي او د دوی لپاره هغه دفاع وزارت بیا ځل ونیسي، چې لسګونه پلاستیکي جنرالانو یې د ډالري معاشاتو اخیستلو تر څنګ، د موقف په زور د هېواد ملي شتمنۍ لوټولې.

    مخکینۍ مقالهتر ناکام او بدنامه لسیزې فعالیت وروسته د سیګار فلج کېدل!
    راتلونکي مقاله د اسرائیلو پر شمال د حزب الله غورځنګ د بریدونو له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 17 مارچ 2026

    د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی

    د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي يان ايجلنډ کابل کې د پاکستاني رژيم له…

    د نړیوالو اړیکو کارپوه، دوکتور عصام عبدالشافي: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د امریکايي اجنډا د پلي کولو لپاره په افغانستان کې خپلو احمقانه پالیسیو ته دوام ورکوي

    17 مارچ 2026

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    17 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی

    17 مارچ 2026

    د نړیوالو اړیکو کارپوه، دوکتور عصام عبدالشافي: د پاکستان حاکم رژیم سیمه کې د امریکايي اجنډا د پلي کولو لپاره په افغانستان کې خپلو احمقانه پالیسیو ته دوام ورکوي

    17 مارچ 2026

    د ترکیې د اتحاد العلماء والمدارس بنسټ عمومي منشي، محمد عذیر: له افغانستان څخه په ذلت شړل شوې امریکا د خپلې نیابتې قوې له لارې له افغانانو غچ اخلي

    17 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،146 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.