Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»تر ناکام او بدنامه لسیزې فعالیت وروسته د سیګار فلج کېدل!
    تبصرې

    تر ناکام او بدنامه لسیزې فعالیت وروسته د سیګار فلج کېدل!

    صابر افغانصابر افغان13 نوومبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    خبر:
    د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګار په یوه تازه راپور کې د امریکا کانګرس ته وړاندیز کړی، چې په راتلونکي سپټمبر کې دغه اداره خپل فعالیت پای ته رسوي. په دغه درې میاشتني راپور کې چې نړیوالو رسنیو ته لېږل شوی، سیګار د خپل فعالیت د بندولو د وړاندیز لامل له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمېدل ښودلي دی.

    په راپور کې د دې ادارې د مشر جان سوپکو له خولې ویل شوي: «د ادارې د تړلو لپاره زما وړاندیز جیو پولیټیک واقعیتونه منعکس کوي، دا چې طالبانو واک اخیستی او ورسره له افغانستان سره د امریکا مرسته کمه شوې ده.»

    تبصره:
    د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګار په نوم امریکايي اداره چې پر افغانستان د امریکايي ښکېلاک له یرغل سره سم یې فعالیتونه پیل کړل، په خپله نږدې دوې نیمې لسیزې توره، ناکامه او بدنامه دوره کې یې د افغانستان په اړه ګڼ راپورونه خپاره کړل.

    دا اداره د ګڼو نورو موخو ترڅنګ د افغانستان، افغانانو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د امریکا ضد افرادو او خوځښت پر ضد د تبلیغاتي جګړې، د ناسمو ارقامو د خپرولو، د تورونو لګولو، چل، فرېب د تورو او کړغېړنو څېرو د سپینولو او دغه راز د سپېڅلو څېرو د تور ښودلو لپاره رامنځته شوې وه.

    که څه هم په ښکاره توګه دې ادارې ته داسې نوم ورکړل شوی و، چې ګواکې په افغانستان کې پر امریکايي مرستو څارنه کوي، خو د دې ادارې اصلي دنده دا وه، چې تر دې نامه لاندې د اشغال خلاف ذهنیتونه بل لور ته واوړي او دغه راز نړیوالو ته داسې وښيي چې ګواکې امریکايي او نور تېري کوونکي په افغانستان کې د جګړې، ورانیو او تباهیو پر ځای هلته د بیارغونې او جوړونې کارونه پر مخ وړي.

    که څه هم دا ټولو ته ښکاره ده، چې امریکا پر افغانستان په یرغل سره، د نورو برخو ترڅنګ دغه هېواد ته لسګونه میلیارده ډالره زیان ورساوه، د افغانستان سترې زېربنايي پروژې او تاسیسات یې ونړول او ګڼ نور مالي او اقتصادي تاوانونه یې ورته واړول، خو دې استخباراتي او تبلیغاتې ادارې تل هڅه کوله، چې له دې چارې د خلکو او نړۍ ذهنیت بل لور ته واړوي او ذهنونه پر هغو ناکاره او ناکامه امریکايي پروژو ور متمرکز کړي، چې له یوې خوا به رشوتونو او فسادونو ډکې وې او له بلې خوا به یې کیفیت دومره ټيټ و، چې ان څو میاشتې به یې دوام نه کاوه.

    دې ادارې د خپلو نورو شومو او ناوړه فعالیتونو ترڅنګ په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د درېدلو کسانو په اړه هم ضد و نقیض راپورونه خپرول، کله یې میلیاردران معرفي کول، کله به یې د قاچاقو په څېر نور بې ځایه او بې اساسه تورونه لګول او کله به یې بیا په فساد او رشوت ککړ امریکايي تور قراردادیان سپین معرفي کول، نو له همدې کبله یې د سي آی اې، د امریکا د کانګرس او نورو جرمي شبکو او بنسټونو کلک ملاتړ له څانه سره درلود او د تبلیغاني جګړې د یوې مهمې مهرې په توګه یې ترې کار اخیست.

    دې ادارې په تېرو نږدې دریو کلونو کې هم د افغانستان، افغانانو او د دوی د اوسني نظام پر وړاندې پراخ تبلیغات وکړل؛ دا اداره او د دې ادارې چارواکي چې په افغانستان کې د امریکايي اشغال د ټغر له ټولېدو وروسته بې مضمونه شوي وو، د افغانستان پر وړاندې یې خپل ناسم معلومات او پروپاګند ته لا زور ورکړ، د خیالي شمېرو او ارقامونو په خپرولو به یې کله تور پرې کاوه چې افغانستان لا هم د نشه يي توکو مرکز دی، کله یې تور پورې کاوه چې په افغانستان کې خلک له لوږې مري، کله به یې یو او کله به یې هم بل تور پورې کاوه.

    خو د دوی تورونه دا ځل دومره بې اغېزې شوي وو، چې هېچا هم پرې باور نه کاوه او دا اداره پر یوې فلج او ناکاره ادارې بدله شوه، نو ځکه امریکايي استخباراتي ادارې، کانګرېس او نورو ترې لاس واخیست او اوس یې د تړلو تکل کړی دی.

    د دې ادارې بندېدل له یوې خوا د یوې ناکامې او بدنامې پروژې پای دی او له بلې خوا هغو خلکو، کسانو، بنسټونو او ادارو ته لوی پیغام دی چې ځانونه یې لا هم د امریکايي موخو لپاره تابع ګرځولي، په شعوري او غیر شعوري توګه د تبلیغاتو په صف کې ولاړ دي.

    امریکا دوی یوازې د خپلو شومو ګټو او موخو لپاره کاروي او هره ورځ یې چې امریکايي ادارو ته په درد ونه خوړل، بیا ترې لاس اخلي او همداسې یې له هرڅه غورځوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله‏کابل کې د روږدو د درملنې ۵۰۰۰ بستریز مرکز څخه ۵۰۰ روږدي له درملنې وروسته کورونو ته رخصت شول
    راتلونکي مقاله بغاوتګرو ته د اشغالګرو قربانۍ او د واشنګټن ساتنه ارزښت لري

    مربوطه لیکنې

    د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ: که زه ولسمشر شوی نه وای، اسرائیل به نور پاتې نه و او ډېر احتمال دا هم و چې اصلاً منځنی ختیځ به نور موجود نه و

    31 اگست 2026

    د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ: د ډونالډ ټرمپ اداره روانه اوونۍ پر ایران د بانکي بندیزونو نوې مرحله پيلوي

    31 اگست 2026

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: تېر کال له ۲۱۲ زرو ډېر زده‌کړیالان په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت وو

    30 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 31 اگست 2026

    د دفاع وزارت له جګړه‌ییزو مسلکي کورسونو ۱۲۷ تنه منسوبین فارغ شول

    د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    31 اگست 2026

    د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي: د پکتیکا په ولسوالیو کې به عمومي روغتونونه جوړ شي

    31 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د دفاع وزارت له جګړه‌ییزو مسلکي کورسونو ۱۲۷ تنه منسوبین فارغ شول

    31 اگست 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    31 اگست 2026

    د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي: د پکتیکا په ولسوالیو کې به عمومي روغتونونه جوړ شي

    31 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،188 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،134 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،252 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.