پرون په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي، چې له امله یې سلگونه کورونه ویجاړ شوي او لسگونه تنو پکې مرگ‌ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس هدایت الله همدرد وايي، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله تر اوسه ۵۰ تنه مړه شوي او کېدای شي دغه شمېره لوړه شي.

د هدایت په خبره، په بغلان کې د سېلابونو له امله سلگونه کورونه ویجاړ شوي، کروندې خرابه شوې او خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.پر خواله رسنیو په خپرو شوو ویډیوگانو کې لیدل کېږي، چې سېلابونو گڼ کورونه ویجاړ کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د لومړیو شمېرو له مخې یوازې په بغلان کې ۶۰ تنه مړه شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د بغلان مرکزي روغتون مسوولین وايي، تر اوسه دغه روغتون ته پنځوس جسدونه راوړل شوي او کېدای شي د مړو شوو شمېر ډېر شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بغلان، غور او بدخشان ولایتونو کې لسگونه هېوادوال شهیدان شوي، گڼ کورونه ویجاړ شوي او خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.:«د افغانستان اسلامي امارت د دغې غمیزې له امله ټولو شهیدانوته جنة الفردوس، ټپيانو ته عاجله شِفا او زیانمنو شوو کورنیو ته نعم البدل غواړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د طبیعي پېښو سره د مبارزې، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ولایتي مسوولینو ته لارښوونه شوې، چې د خلکو د ژغورلو لپاره پوره هڅې وکړي او خپل شته امکانات دې وکاروي.:«همدا راز له هېوادوالو څخه غواړو چې د خپلو مصیبت ځپلو وروڼو سره د مرستې لپاره میدان ته را ودانگي او هرڅه چې په توان کې وي، له سېلابځپلو سره یې شریک کړي. اسلامي امارت به هم د ټولو ممکنه امکاناتو په کارولو سره د خپل ولس په خدمت کې وي.»

د بغلان ځايي مسوولین وايي، له سېلابونو لږ وروسته شپه راغله او کېدای شي نن هم ډېر جسدونه پیدا شي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي، د ۲۱۷ عمري قول اردو په بغلان کې گڼ هغه هېوادوال ژغورلي، چې په سېلابونو کې بند پاتې وو.: «همدارنگه د يادې قول اردو قرارگاه او جزوتامونو تـــه دنده سپارل شوې، چې په سېلابونو کې بند پاتې هېوادوال او وسایط د شته امکاناتو نه په استفادې سره وژغوري، د يادې قول اردو د انجنيري کنډک او حمایوي پرسونل په بشپړ ډول آماده او په متضرر سيمو کې په کارو بوخت دي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version