د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې دوه شر اچوونکي وژل شوي او درې تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

د بلخ امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په زاري ولسوالۍ اړوند د امرخ کلي کې یو شمېر باغیانو غوښتل چې د سیې د ملکي وگړو بازار او هټیو ته اور ورته کړي، چې د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ مخکې له مخکې ونیول شول او پلان یې ور شنډ کړ.

د امنیتي مسوولینو په خبره، یاد شر اچوونکو له امنیتي ځواکونو سره وسله‌واله نښته پیل کړه، چې په پایله کې یې دوه شر اچوونکي ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version