ځایي امنیتي سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې نن (یکشنبه) ماسختن ۸:۳۰ بجې د خوست تڼیو ولسوالۍ اړوند «ورژلي» سیمه کې پر فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوې.
د رسېدلو معلوماتو له مخې، دا مهال له دواړو لوریو د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي.
دې تازه نښته کې پاکستاني ملېشو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نهدي ویل شوي.
