د بلخ د عامې روغتیا ریاست وايي د ياد ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د نږدې ۲۵ میلونه افغانیو په ارزښت د يو روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
د ياد رياست د معلوماتو له مخې دا روغتيايي مرکز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې په مالي همکارۍ د ۷ میاشتو موده کې جوړېږي، چې ورسره به شاوخوا ۳۰ زره کورنۍ له روغتیایي اسانتیاوو برخمنې شي.
واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو وروسته د هېواد په کچه سلګونه روغتايي مرکزونه جوړ او يا پرې کار روان دی چې په لکونه له صحي خدماتو بې برخې هېوادوالو ته به خدمات وړاندې کړي.