د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د بلوچستان ازادۍ پوځ (BLA) وروستي پراخ بریدونه د پاکستان او د ډونالډ ټرمپ ادارې ترمنځ د میلیاردونو ډالرو د کانونو پروژه له جدي خطر سره مخ کړې ده.

راپور وايي، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تېر کال ټرمپ ته د قیمتي ډبرو ډالۍ ورکړې وه، او ورپسې امریکا اعلان وکړ چې په بلوچستان کې به د کانونو په برخه کې شاوخوا ۱.۳ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

خو په وروستیو کې BLA وسله‌والو د پراخو همغږو بریدونو لړۍ پیل کړې ده، چې یوازې د جنورۍ په ۳۱مه نېټه شاوخوا ۵۰۰ وسله‌والو په ۱۲ سیمو کې بریدونه وکړل او لږ تر لږه ۵۸ کسان پکې ووژل شول.

نيويارک ټايمز ليکلي، چې د بلوچستان دغه ناامني او د بلوڅ آزادي غوښتونکو شتون به د بلوچستان ټولې پروژې په ځانګړي ډول د «ریکو ډیک» پروژه، چې د نړۍ د سرو زرو او مسو له سترو زېرمو څخه شمېرل کېږي اغېزمنه او د ناکامۍ له ګواښ سره مخ کړي.

امریکا پلان لري چې په دې پروژه کې تر ۲ میلیارد ډالرو پورې پانګونه وکړي او زرګونه کاري فرصتونه رامنځته کړي.

بلخوا، د کانونو نړیوال شرکت باریک ګولډ هم بلوچستان کې خپل فعالیتونه د امنیتي ګواښونو له امله محدود کړي دي.

شنونکي خبرداری ورکوي، که امنیتي وضعیت همداسې خراب پاتې شي، نو ښايي دا ستره اقتصادي پروژه وځنډېږي او پاکستان له لویو مالي زیانونو سره مخ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version