ځایي سرچینې وایي، د بلوچستان ایالت ګوادر ولسوالۍ پاسني سیمه کې د ماین چاودنې له امله د پاکستاني رژیم څلور پوځیان هلاک او څلور نور ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دې بمي برید کې پوځي موټر په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
د برید مسؤولیت د بلوچستان ازادۍ پوځ پر غاړه اخیستی دی.
د دې ډلې ویاند جیئند بلوڅ ویلي، په چاودنه کې څلور تنه ځای پر ځای هلاک او څلور نور مرګوني ټپیان کړي دي.
د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې بلوچستان کې د پاکستاني رژیم پر امنیتي او پوځي مرکزونو د بریدونو کچه لوړه شوې او د دغه ایالت ډېرې سیمې د ازادي غوښتونکو لاسته لوېدلې دي.
