
د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ (بياېلاې) ویلي، چې جنګیالیو یې په څلور جلا-جلا بریدونو کې د پاکستان پوځي رژیم ۲۳ عسکر هلاک کړي دي.
د یاد غورځنګ ویاند، جیئند بلوڅ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، دغه بریدونه د بلوچستان شیخړي، مورګند، مکۍ او خیصار سیمو کې ترسره شوي دي.
ویل شوي، په هلاک شویو عسکرو کې د پاکستاني رژیم د ځانګړي ځواک شپږ عسکر هم شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، بریدونه د سپکو او درنو وسلو پر مټ ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د پاکستاني رژیم د عسکرو موټرو ته هم زیان اوښتی دی.
جيئند بلوڅ وړاندې خبرداری ورکړی، چې د پاکستاني رژیم پر عسکرو به یې بریدونه د بلوچستان تر بشپړې خپلواکۍ دوام ولري.
د یادونې ده، چې بياېلاې د بلوچستان په نږدې ټولو سیمو کې فعالیت لري او نږدې هره ورځ د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو مرګوني بریدونه کوي.

