د بلوڅو بېلتونپالې ډلې (BLF) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، وسله‌والو یې د بلوچستان ایالت تمپ او مند ولسوالیو کې پر پوځي او استخباراتي کارمندانو ۲ جلا-جلا بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۵ تنه وژل شوي دي.

له بل لوري د بلوچستان د محلي حکومت چارواکو د بلوڅ بېلتون‌پالو د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو سیمه‌ییزې سرچینې وایي، بلوچستان کې پر پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوڅ وسله‌والو بریدونه د پام وړ ډېر شوي دي.

د ویلو ده، چې په تېرو دوه ورځو کې بلوڅ بېلتون‌پالو بلوچستان کې د یوه ښار په ګډون دوه مهمې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version