د عامې روغتیا وزارت وایي، له افغان پُست دولتي شرکت سره د تفاهملیک له مخې به د هېواد له ګمرکونو اخیستل شوې د درملو نمونې مرکزي لابراتوارونو ته د ارزونې لپاره په منظم ډول لېږدول کېږي، څو د غیرمعیاري درملو د بازار ته داخلېدو مخه ونیول شي.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د خوړو او درملو معینیت، د افغان پُست مسوولین او د ۳۴ ولایتونو استازو ګډون کړی و.
یاد وزارت وایي، د دې میکانیزم موخه د درملو د کیفیت، اغېزمنتیا او خوندیتوب ارزونه او د خلکو د روغتیا ښه ساتنه ده.
همدارنګه ټینګار شوی چې د مرکز او ولایتونو ترمنځ همغږي به د نمونو د لېږد بهیر لا چټک او اغېزناک کړي.
