د بلوڅو بېلتون پالې ډلې (BLF) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وسلهوالو یې د بلوچستان په کوېټې ښار او آوران سیمه کې په دوه جلا-جلا بریدونو کې څلور پاکستاني پوځیان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د خبر پاڼې لهمخې، لومړی برید کوېټې ښار کې شوی چې پر مهال یې درې پوځیان ټپیان شوي او دوهم برید آواران سیمه کې د سپکو او درنو وسلو پر مټ ترسره شوی، چې پر مهال یې څلور پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان ځایي چارواکو د دغو بریدونو په اړه څه نهدي ویلي؛ خو په دې وروستیو میاشتو کې بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو د بلوڅ بېلتونپالو بریدونه د پام وړ ډېر شوي دي.