‏د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره یې د دوه اوونیو اوربند غځولی دی.

ټرمپ ویلي، اوربند به تر هغې پر خپل ځای وي، څو تهران خپل وړاندیزونه ور وسپاري او روانې خبرې اترې پایلې ته ورسېږي.

نوموړي دا هم ویلي، چې دا پرېکړه یې د سیمې د حالاتو او منځګړو په غوښتنه کړې، څو ایراني استازي د یو ګډ وړاندیز پر سر هوکړې ته ورسېږي.

په ورته مهال د ایران پوځ ته نږدې خبرې سرچینو ویلي، چې دوی له امریکا سره د ۱۴ ورځني اوربند د غځولو غوښتنه نه‌ده کړې.

د یادونې وړ ده، چې ایران لا هم د پاکستان په کوربه‌توب مذاکراتو د ګډون پرېکړه نه‌ده کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version