هندوکش غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې بلوڅ وسله والو تېر ماښام، د بلوچستان د مسلم باغ د کوجکۍ غره په سيمه کې د شر او فساد ډلې درې تنه غړي وژلي دي.
معلومات ښيي، چې د بلوڅانو له لوري وژل شوي کسان د دې ډلې د مهم قوماندان، تورجان د ګروپ اړوند او د امانالله، خان او جانان په نومونو نومېدل.
ویل کېږي چې د یادو کسانو جسدونه وروسته، پاکستاني پوځ له سیمې څخه بل ځای ته انتقال کړي دي.
د يادې پېښې په اړه بشپړ جزئیات لا نه دي ترلاسه شوي؛ خو ښکاري چې بلوڅ وسه وال، د پاکستاني استخباراتو له لوري بلوچستان کې مېشت شوي د شر او فساد ډلې غړو ته د سر خوږي په سترګه ګوري او دا نښته ښيي، چې د دوی ترمنځ ورته نورې پېښې هم رامنځته شي.


