
د بلوڅ وسله والو نشراتي ادرس اشوب خبر ورکړی، چې د بلوڅو بیلتونپالې ډلې (بي اېل اېف) وسله والو، ګوادر، تربت او جاو سیمو کې پر پاکستاني عسکرو ۳ جلا جلا بریدونه ترسره کړي دي.
سرچينې ويلي، په دې بريدونو کې ۴ تنه پاکستاني عسکر هلاک، یو شمېر نور ټپيان شوي او مالي زیان هم ور اوښتی دی.
ياده دې وي، چې له تېرو څلورو ورځو راپه دېخوا بلوچستان کې د سيپيک پروژې د مهمې لویې لارې کنټرول هم د بلوڅ بېلتون پالو لاس ته ورغلی دی.

