بلوچستان پوسټ وېب‌پاڼې راپور ورکړی، چې وسلوالو د بلوچستان ایالت جهل‌مگسي ولسوالۍ اړوند «لانډي» او «سفراړي» سیمو کې د پاکستاني پولیسو دوه پوستې نیولې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې وسله‌والو دغو پوستو کې دېره تر لس ډېر پاکستاني پولیس نیولي؛ خو د ځایي خلکو په منځګړیتوب یې بیرته خوشې کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې وسله‌والو د پاکستاني پولیسو وسلې، مهمات او موټرسایکلونه له ځانه سره بیولي دي.

په ورته مهال بلوڅ ازادي غوښتونکو ته نږدې رسنیز ادرس باهوټ لیکلي چې د بلوچستان نوشکي ښار کې هم پاکستاني پوځیان د ازدي غوښتونکو له خوا محاصره دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version