Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بنو امن پاڅون؛ پاکستان کوم خوا درومي؟
    لیکني

    بنو امن پاڅون؛ پاکستان کوم خوا درومي؟

    صابر افغانصابر افغان20 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پرون د پښتونخوا بنو ولسوالۍ کې د بیلابیلو سیاسي او مذهبي ګوندونو زرګونه کسان د پاکستان د نويو پوځي عملیاتو پر ضد راوتي وو.

    د پاکستان حکومت د عزم استحکام په نوم پوځي عملیات منظور کړي چې ښایي ژر پیل شي، خو ښکاري چې د ولس له لوی مخالفت سره مخ دي.

    موده وړاندې چې د پاکستان لوړ پوړو سیاسي – پوځي مشرانو یاد عملیات منظور کړل، نو پر ضد یې په پارلمان کې بحثونه وشول او د پښتونخوا په ځینو سیمو کې خلک سړکونو ته راووتل.

    تازه په بنو کې هم زرګونه کسان د یادو عملیاتو پر ضد راوتلي وو چې د پوځي عملیاتو، پوځي بدمعاشۍ او فساد پر ضد یې شعارونه ورکول.

    سناتور مشتاق احمد خان لاریون کوونکو ته ویلي چې په خپله خاوره د پوځ عملیات نه غواړي؛ هغه ویلي چې ولس یې د پوځ د امریکا د ډالري جګړو پر ضد دی او اجازه به ور نه کړي چې د پښتنو خاوره د ترهګرۍ ښکار شي.

    د بنو د امن پر پاڅون د پوځ له لوري ډزې شوي چې څو تنه وژل شوي او له شلو ډیر ټپیان شوي دي.

    نن هم د پروني پاڅون د دوام له پاره خلک سړکونو ته راوځي تر څو د عملیاتو مخالفت او د امن غوښتنه وکړي.

    د پښتون ژغورنې غورځنګ او عوامي نشنل ګوند هم د لاریون ملاتړ اعلان کړی دی چې دا به په پوځ د لار زیات فشار لامل شي.

    داسې ښکاري چې د پښتونخوا ولس دا ځل په ډیر جدیت او شدت سره د پوځ د عملیاتو مخه نیول غواړي.

    د پاکستان پوځ وړاندې هم د پښتنو په سیمو کې عملیات کړي چې عام ولس ته په کې سخت مالي او ځاني زیانونه رسیدلي وو.

    د پوځ وروستیو سیاستونو او د ولس نارضایتی او قهر ته په کتو ډیر احتمال شته چې د بنو پاڅون سخت شي او ښایي چې نورو سیمو ته هم وغځیږي.

    که پوځ د ولس غوښتنې و نه مني، نو د بنو پاڅون کولی شي چې پاکستان د لا ډیرې بې ثباتۍ په لور یوسي او هغه واټن چې د پوځ او ولس تر منځ موجود دی، نور هم ژور شي.

    د ولس زور د خدای زور وي او که چیرې پوځ د بنګله دیش له تجربې زدکړه و نه کړي، نو لرې نه ده چې د بنګله دیش د بیلتون تاریخ به بیا تکرار شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: د بنو پر لاریون کوونکو د برید عاملین دې د عدالت منگولو ته وسپارل شي
    راتلونکي مقاله د پکتیکا په زرغون ښار ولسوالۍ کې یو تفرېحي پارک جوړېږي

    مربوطه لیکنې

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025

    جمهوریت له بُن تر سقوطه؛ د یوې ناکامې تجربې لنډه کیسه

    14 اگست 2025

    متحده جبهه؛ له سیاسي انزوا په تکراري غونډو وتلی شي!؟

    14 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 15 اگست 2025

    هندي کشمیر کې سېلابونو ۴۶ تنه مړه کړي

    د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې…

    د بلوچستان خلکو افغانستان ته د فتحې د ورځې مبارکي ويلې

    15 اگست 2025

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هندي کشمیر کې سېلابونو ۴۶ تنه مړه کړي

    15 اگست 2025

    د بلوچستان خلکو افغانستان ته د فتحې د ورځې مبارکي ويلې

    15 اگست 2025

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،940 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،961 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.