د خیبرپښتونخوا له بنو ولسوالۍ څخه ځایي سرچینې وایي، چې تېره شپه ماسختن مهال د دغې ولسوالۍ په بازار کې د پاکستان پوځي رژیم د پولیسو پر یوه ستر مرکز سرتېری او وسلهوال برید شوی.
سرچینو ویلي، یوه سرتېري بریدګر د پولیسو مرکز سره نږدې خپل موټر ته چاودنه ورکړه او نورو بریدګرو وسلهواله نښته پیل کړه.
یاد رژیم ته نږدې سرچینو دې برید کې د لږ تر لږه پنځو تنو عسکرو هلاکت او پنځو نورو ټپي کېدل تائيد کړي.
په ورته مهال خپلواکې سرچینې د مرګژوبلې شمېر تر دې څو چنده لوړ ښیي.
د برید له ځایه په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د پولیسو یاد مرکز نږدې بشپړ له منځه تللی دی.
