‏د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه د هند پلازمېنه نوي ډهلي ته نږدې د تېرې شپې چاودنه غندلې ده.

بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو او د هند دولت او خلکو سره ژوره خواخوږي ښودلې او هغوی ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.

ياده دې وي، چې تېره شپه نوي ډهلي کې لعل کلا ميټرو سټېشن ته څېرمه چاودنې شاوخوا ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version