بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د ياد وزارت وزير مولوي امیر خان متقي، د متحده عربي اماراتو دبۍ ښار کې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ویکرم مسري سره له افغانستان سره د هند د بشري مرستو، دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
خبرپاڼه زياتوي چې هند له افغانستان سره د بشري او پرمختیایي مرستو د دوامداره ساتلو په اړه خپل ډاډ څرګند کړی او دواړو لورو د تجارت او سوداګرۍ په برخه کې د چابهار له لارې د ودې ورکولو موافقې سربېره یې د روغتیا او د مهاجرینو د بیا راستنولو په چارو کې هم د مرستې او ملاتړ ژمنه کړې ده.