لیکوال: نوین ساپی
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه چې تېرشل کلن جمهوري نظام وپرځېد، ګن شمېر افغانان چې د بهرنیو ځواکونو په لیکو کې یې دندې درلودلې او دې هیواد ته په زیان تمام شوي وو، له خپلو بادارانو سره یو ځای له هیواد څخه بهر وتښتېدل.
همدې تښتېدلو افغانانو د بهرنیو ځواکونو، پروژې د ډالرو په مقابل کې مخې ته وړلې، د بل چا ژوند ورته مطرح نه و، یوازې په دې تپ او تلاش کې و چې څنګه بې ګناه افغانان په غلطو راپورونو ووژني او پیسې ترې ترلاسه کړي.
همدا افغانان چې اوس مهال له هیواد څخه بهر د بادارانو په کمپونو کې پراته دي، دوی د تاریخ په اوږدو کې د هیواد په خیر ښېګڼه نه دي ثابت شوي؛ تل یې د هیواد په ورانونه کې رغنده رول لوبولی دی او خپل باداران یې خوشحاله ساتلي دي؛ د دوی ملي شعار وطن ورانونه، ترور، غصب، رشوت، چورچپاول، دولسونو ازارول اوتنګول وو.
پوښتنه دا مطرح کېږي چې بهرنیان ولې د دوی خبرو ته حق اولیت ورکوي، د دوی خبرې اوري او په پټو سترګو قضاوت کوي؟ وایي چې په هیواد کې د ښځو حقوق تلف شوي دي، ښځو ته حقوق نه ورکول کېږي، ښځې د کارکولو حق نه لري.
زه د یو افغان په حیث دا وایم چې د تېر پرځېدلي جمهوري نظام ځينې غله چارواکي چې له خبرو یې د وینو سوړ وږم خېږي، هرڅه اپوټه اروپایي ټولنې ته وړاندې کوي، دا خلک د وجدان په عذاب اخته دي، نه غواړي چې هیواد کې امن وي، ورورګلوي وي، اتحاد او یوالی وي، ځکه چې په داسې حالاتو کې د شر او فساد د غړو/لنډغرو شخصي ګټې له خطر سره مخ دي.
د یو راپور له مخې د تېر شل کلن جمهوري نظام له نړېدو وروسته د اسلامي او شرعي نظام په واکمنېدو سره د ښځو حقونه (۸۰) سلنه تامین شوي دي، هغه که د ودونو برخه کې وي، د میراث په برخه کې وي یا نورې ازادۍ یا هغه حقونه چې اسلام ورکړي او بنسټیز حق یې دی، د محتسبینو له خوا ورته رسېدنه شوې ده.
د شر او فساد غړو ته د انسان له ژونده، خپلې شخصي ګټې لومړیتوب لري، نو په دې خاطر د اسلامي او شرعي نظام پر وړاندې ضد او نقیص خبرې خپلو بادارانو ته وړاندې کوي او هغوی ورته سردواره انعکاس ورکوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.