Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي امارت په تړاو د قزاقستان د درک برخه مهم پرمختگ دی
    افغانستان

    بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي امارت په تړاو د قزاقستان د درک برخه مهم پرمختگ دی

    صابر افغانصابر افغان4 جون 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توفایف هغه پرېکړه ستایلې، چې د افغانستان اسلامي امارت نوم یې د قزاقستان د ممنوعه له ډلو له نوملړ څخه لرې کړی دی.

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بهرنیو چارو وزارت دغه گام د اسلامي امارت په تړاو د قزاقستان د درک په برخه کې یو مهم پرمختگ او د دوو اړخیزو اړیکو د کچې لوړولو په برخه کې د یو خنډ لرې کېدل گڼي.

    د خبرپاڼې له مخې، قزاقستان په سیمه کې د افغانستان مهم سوداگریز او ترانزیتي شریک دی او دغه پرېکړه به دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختگ او لا زیاتو اقتصادي همکاریو ته لار پرانیزي، چې د دواړو هېوادونو په گټه ده.

    د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توفایف له افغانستان سره د ښو اقتصادي اړیکو د پراختیا په پار د اسلامي امارت غړي د ترهگرو له ډلو له نوملړه ایستلي دي.

    نوموړي د ټولیز امنیتي تړون د سازمان غړو هېوادنو د ولسي جرگو له مشرانو سره په کتنه کې ویلي، قزاقستان له افغانستان سره د سوداگریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا اهمیت ته په کتو دا چې د طالبانو واکمنۍ اوږدمهاله ده،‌ دوی یې د ترهگرو له نوملړه ایستلي دي.

    نوموړي ویلي، په اوسني پړاو کې یو له ستراتیژیکو کارونو په سیمه‌ییزو اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه ده او غواړي چې له افغانستان سره ښې سوداگریزې اړیکې ولري.

    مخکینۍ مقالهد کابل ـ کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او څلور تنه نور ټپیان شوي دي
    راتلونکي مقاله د شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې په لومړي ځل د زړه بای پاس عملیات په بریالیتوب سره شوي

    مربوطه لیکنې

    د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت: اروپايي ټولنه د ایران پر ضد د بندیزونو له کمپاین سره یوځای شوې

    4 سپتمبر 2026

    امنیتي ځواکونو خوست کې د خپلې مېرمنې او شپږ میاشتنۍ ماشومې قاتل نیولی

    3 سپتمبر 2026

    په نهو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړل شوی

    3 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 4 سپتمبر 2026

    د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت: اروپايي ټولنه د ایران پر ضد د بندیزونو له کمپاین سره یوځای شوې

    د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې اروپايي ټولنه…

    د ایټالیا د انرژۍ لګښتونه دوه برابره کېدو ته نږدې شوي

    4 سپتمبر 2026

    جنوبي کوریا هرمز تنګي ته د ځواکونو د استولو په اړه غور کوي

    4 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت: اروپايي ټولنه د ایران پر ضد د بندیزونو له کمپاین سره یوځای شوې

    4 سپتمبر 2026

    د ایټالیا د انرژۍ لګښتونه دوه برابره کېدو ته نږدې شوي

    4 سپتمبر 2026

    جنوبي کوریا هرمز تنګي ته د ځواکونو د استولو په اړه غور کوي

    4 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،136 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.