
بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت د لارښوونې او په متحده عربي اماراتو کې د افغان سفارت د پرلهپسې هڅو په پایله کې، د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان له بندخونو خوشې شوي دي.
د وزارت په وینا، یو شمېر خوشې شوي افغانان هېواد ته راستانه شوي او د پاتې کسانو د راستنېدو بهیر به د اړوندو قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه منننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په بهر کې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب لپاره به خپلې هڅې دوامداره ساتي.

