د هېواد ‏بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هغه هېوادوال چې دا مهال په قطر کې د امریکا د ویزې په تمه دي، کولی شي په ډاډه زړه خپل هېواد ته ستانه شي.

یاد وزارت د رسنیو د راپورونو له مخې ویلي، چې ځینو افغانانو ته د امریکا له خوا دا انتخاب ورکړل شوی چې یا خپل هېواد ته راستانه شي او یا په درېیم هېواد کې پاتې شي.

بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې افغانستان کې د هېڅ چا لپاره امنیتي ګواښ نشته او که څوک بل هېواد ته د تګ اراده لري، کولی شي د قانوني لارو په مناسب وخت کې سفر وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version