د پنجشېر ولایت مقام ویلي، په دغه ولایت کې د لویو ساختماني پروژو پر دوام د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پنجشېر د مرکزي زندان د تاسیساتو د جوړېدو چارې پیل شوې.
د پنجشېر د زندانونو چارو امر ویلي، دغه زندان په ۳۲ بلانوکونو کې ډیزاین شوی چې پکې ۱۰۰ خونې، جومات، لوبغالی، ښوونیز مرکز او د نجارۍ حرفوي مرکز شامل دي.
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، چې افغان حکومت د دغه ولایت لومړیتوبونو ته په کتو پراختیایي پروژې پلې کوي.
ښاغلي حکیم د افغان حکومت زندانونه تعلیمي مرکزونه بللي او ویلي یې دي، چې تر دې وړاندې د پنجشېر ولایت له زندانونو ازاد شوي کسان ټولنه کې د کسبګرو، لوبغاړو او دیني عالمانو په توګه مدغم شوي دي.
د پنجشېر ځايي اوسېدونکو، فرهنګیانو او قومي مشرانو د دغې پروژې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا به د جرایمو په مخنیوي او د عدالت په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
د پنجشېر ولایت مقام ویلي، چې په دغه ولایت کې پر دې سربېره دا مهال د ۶۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څو نورو پراختیایي پروژو چارې هم دوام لري.
