بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې یې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د کنړ مرکز کې پر پوهنتون سربېره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر ملکي اهدافو او عامه تأسیساتو د ترسره شویو بریدونو په تړاو خپل احتجاج لیک ورسپارلی دی.

یاد وزارت د پاکستان پوځي رژیم له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه هم په کلکو ټکو غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې افغان حکومت د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق محفوظ بولي او له پاکستاني لوري غواړي چې له ورته کړنو ډډه وکړي.

یاد وزارت وړاندې خبرداری ورکړی، چې د ورته بې‌مسؤولیته کړنو دوام به بدې پایلې ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version