‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د «بهار مومند کارګو» شرکت ترمنځ د هوا له لارې د افغانستان د صادارتي محصولاتو د لېږد په موخه درې‌ اړخیزه هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

صنعت او سوداګرۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې هوکړ‌ه‌لیک له مخې یاد شرکت په لومړي پړاو کې د افغانستان صادراتي توکي د چین، ترکیې، هند او یو شمېر نورو هېوادونو بازارونو ته لېږدوي.

‏ویل شوي، له دې سره به د افغانستان د صادراتو کچه په څرګند ډول لوړه شي او هېواد ته به اقتصادي فرصتونه زیات شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version