وحیدالدین حیدر
تېره اوونۍ د ا.ا.ا يو پلاوی د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ایراني وژل شوي ولسمشر ابراهیم رئیسي او امیر عبداللهیان د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته.
د دوی د غمرازۍ، ښه ګاونډیتوب او اسلامي اخوت باندې چا تبصره ونکړه خو متأسفانه ډېرو پوهانو، لوستو او کادري خلکو د دوی په بوټونو تبصرې درلودې، چا ویل ورزشي بوټونو یې په پښو دي، چا ویل د دوی څادرونه په اوږو وګورﺉ او چا بيا ویل د دوی کلیوالي جامې ديپلوماتیکو ادابو ته سپکاوی دی.
خو دغو ټولو د دې په ځای چې د طالبانو په سرونو، مغزونو او سیاستونو تمرکز وکړي بدبختانه دوی د طالبانو په بوټونو وغږېدل او مسخره یې کړل.
بده یې لا دا چې د افغانستان فراري چارواکو هم د دوی لباسونه مسخره کړل، خو یوه لحظه یې دا فکر ونکړ چې همدې خړو، ساده باده کلیوالو یوه لویه بدمعاشه ټلواله څملوله، همدا فراري چارواکي یې وزغلول چې د افغانستان د خیرات په پیسو یې برانډ کوټونه، پتلوتونه، نیکتايي ګان او لاسي ساعتونه رانیول، برانډ عطر به یې کارول، ږیرې او ویښتان به یې د غربي سټایلونو په څېر په دوبۍ کې جوړول، ږیرې به یې په خارجي شيپونو خریل، مګر دا تکنوکراتان همدې طالبانو وزغلول په نړۍ کې یې ورته باور صفر کې ضرب کړ، رښتیا هم طالبانو هم جګړې وګټلې هم یې سیاسي میدانونه وګټل، نن چې ورته د نړۍ په هوایي ډګرونو کې سرې غالۍ غوړیدلي دا د هماغو سرو وینو د قربانیو نتیجه ده.
تاسو مفشنو فراریانو ته وایم! تاسو د ګاندي لنګ د هندۍ ټولنې رسم ګڼئ، د بنګلدیش د صدراعظمې حجاب د هغې د حکمت راز ګڼئ، د مودي تنګې جامې د هغوی کلتوري عنعنات ګڼئ، تاسې د ایراني چارواکو چپنې او لونګۍ د ایران فرهنګي میراث ګڼئ مګر د ملا برادر بوټونه، جامې او لونګۍ مسخره کوﺉ نو ستاسو عقل کې ډز شوی چې یو بام او دو هوا ګزوﺉ.قربان شوم خدا رایک بام و دو هوا را