Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د مخابراتو او لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ څلور هوکړه‌لیکونه لاسیک شوي
    افغانستان

    د مخابراتو او لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ څلور هوکړه‌لیکونه لاسیک شوي

    صابر افغانصابر افغان28 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مخابراتو معلوماتي ټکنالوژۍ او د لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ په ښوونیزه برخه کې د اسانتیاوو لپاره څلور بېلابېل هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

    د مخابراتو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې هوکړه‌لیکونو له مخې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لوړو زده‌کړو وزارت لپاره د دولتي محصلانو، خصوصي پوهنتونونو محصلانو، ترفېع او ارتقا او د تالیف او ژباړې لپاره عصري سیستمونه جوړوي.

    په خبرپاڼه کې د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد حامد حسیب له قوله ویل شوي، چې د اوسني عصر د اړتیا له مخې تعلیمي او تحصیلي بنسټونه باید په ټکنالوېۍ سمبال وي تر څو هم وزارت ته اسانتیا برابره شي او هم محصلان وکولی شي له خپلو سیمو خپلو علمي سندونو ته لاسرسی ولري چې له یوه لوري به د وخت د ضیاع مخنیوی شوی وي او له بل لوري به دا پروسه اقتصادي هم راغلي وي.:«د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره د یادو هوکړه‌لیکونو د لاسلیکولو وروسته به د هېواد په کچه دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې، تالیف، ترجمې او د ترفېع او ارتقاء په برخو کې یو شمېر اسانتیاوې راشي او په دې سره به وکولی شو هم د شفافیت لپاره کار وکړو او هم به وتوانېږو کم وخت کې ډېرو خلکو لپاره خدمات وړاندې کړو.»

    په خبرپاڼه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د چارسمبالي وزیر نجیب الله حقاني له قوله ویل شوي، چې یاد وزارت هڅه کوي څو په هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او په همدې موخه یې په وزارت د هېواد مخکښ کادرونه په دندو گمارلي، چې اوسمهال ډېری ادارو ته د سیستمونو په جوړولو بوخت دي.

    د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیستم جوړونې لوی ریاست د هېواد په کچه د ټولو دولتي ارگانونو ته د سیستمونو د جوړونې مسوولیت لري چې تر دې دمه یې د هېواد گڼو دولتي برخو ته ۲۳ مختلف سیستمونه جوړ کړي او همدا راز د ټولو دولتي ادارو د سیستمونو ارزونه یې هم کړې تر څو معلومه شې چې هېواد کې په کوم شمېر سیستمونو جوړونې ته اړتیا شته.

    مخکینۍ مقالهبوټونه او سیاستونه!
    راتلونکي مقاله ننگرهار کې سږ کال په ۵۶۰۰ جریبه ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوي

    مربوطه لیکنې

    روسي کمپنیو د افغانستان برښنا شبکو پراختیا برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

    26 اپریل 2026

    ‏د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړي له نړۍ سره‏ د افغانستان اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي

    26 اپریل 2026

    مولوي نور جلال جلالي له خپل ازبکستاني سیال سره د روغتیايي همکاریو پر پياوړتیا خبرې کړي

    25 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 26 اپریل 2026

    اسرائیل د جنوبي لبنان په ملکي سیمو کې فاسفورس بمونه ځای پر ځای کړي

    تسنيم اژانس راپور ورکړی، چې د اسرائيلي رژيم ځواکونو د جنوبي لبنان په ملکي سیمو…

    روسي کمپنیو د افغانستان برښنا شبکو پراختیا برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

    26 اپریل 2026

    ‏د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړي له نړۍ سره‏ د افغانستان اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي

    26 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائیل د جنوبي لبنان په ملکي سیمو کې فاسفورس بمونه ځای پر ځای کړي

    26 اپریل 2026

    روسي کمپنیو د افغانستان برښنا شبکو پراختیا برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی

    26 اپریل 2026

    ‏د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړي له نړۍ سره‏ د افغانستان اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي

    26 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،159 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،193 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.