د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې جنګیالیو یې په دوه جلا-جلا بریدونو کې د پاکستان پوځي رژیم درې عسکر هلاک او دوه نور ټپيان کړي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه بریدونه د بلوچستان په قلات او ګوادر، ولسوالیو کې ترسره شوي، چې پر مهال یې د پاکستان پوځي رژیم ته مالي زیان هم وراوښتی دی.

بي‌اېل‌اې، دغه بریدونه د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د روان مقاومت برخه بللې، او ګواښ یې کړی چې ورته بریدونه به دوام ولري.

د پاکستان پوځي رژیم چې د زرګونه بلوڅانو په ترور او جبري لادرکه کولو تورن دی، د ازادي‌غوښتونکو دې ادعا ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version