د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د ازبکستان په رسمي بلنه په «صنعت نړۍوال» نندارتون کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړ.

صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې دغه نندارتون په منځنۍ اسیا کې یو له لویو نندارتونونو څخه دی، چې موخه ترې د صنعت وده، د پرمختللې ټېکنالوجۍ او د پانګونې برخه کې د همکاریو پراختیا ده.

ټاکل شوې دې نندارتون کې له افغانستان سربېره د روسیې، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان لوړپوړي چارواکي هم ګډون وکړي.

‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په یاد ننداتون کې به د پنبې، ډبرو سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو له ۶۰ زیات افغاني شرکتونه ګډون وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version