بيبيسي راپور ورکړی، چې د کینیا په پلازمېنه نایروب کې عالي محکمې امریکا ته د پرځول شوي جمهوریت د پارلمان وکیل ظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه تائید کړې.
د راپور له مخې، پر ظاهر قدیر نیویارک کې د ادارو له لوري د نشهيي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې تور لګېدلی؛ خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي بللي دي.
ویل شوي، محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي و، چې د امریکا استازي دغه هېواد ته د قدیر د سپارلو شرایط برابر کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې ظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې نایروبي کې له یوه هوټله نیول شوی و.
