د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، امريکا ایران سره د وروستۍ جګړې پر مهال د خپلو مهمو توغندیو د پام وړ برخه کارولې چې له امله یې د وسلو زیرمې کمې شوې دي.

راپور ښيي چې د دقیقو بریدونو لپاره کارېدونکي توغندي شاوخوا ۴۵ سلنه مصرف شوي، د THAAD دفاعي سیستم انټرسیپټرونو نږدې ۵۰ سلنه او د Patriot missile system هوايي دفاعي توغندیو هم نیمایي برخه کارول شوې ده.

په ورته وخت کې، د اوږد واټن توغندیو لکه Tomahawk missile په زیرمو کې هم د ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې کموالی راغلی دی.

سرچينې ويلي، چې د دغو مهماتو بیا ډکول او تولید ښايي له ۳ تر ۵ کلونو پورې وخت ونیسي.

په ورته مهال شنونکي خبرداری ورکوي چې که په نږدې راتلونکي کې بله لویه پوځي شخړه، په ځانګړي ډول د چين پر وړاندې جګړه رامنځته شي، نو امریکا به له جدي پوځي فشار سره مخ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version