تحلیل
بګرام:
بګرام هوايي اډه، د کابل شمال ته په ۴۰ کیلومترۍ کې، د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې موقعیت لري، د افغانستان د وروستیو څلوېښتو کلونو جګړو پر مهال خورا ډېره استفاده شوې ده؛ اصلاً دا اډه په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د شوروي اتحاد له خوا د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د افغان پوځ د نظامي روزنې او دفاع د تقویې لپاره جوړه شوې، خو له لومړیو د لویو قدرتونو سترګې ور اوښتې وې.
د شوروي اتحاد له یرغل(۱۹۷۹م) سره سم دا اډه د سره لښکر له خوا اشغال شوه او د دغه لښکر ستر مرکز شو، له یادې اډې څخه د شوروي اتحاد جنګي الوتکې الوتلې، همدا راز دا اډه د قوماندې، لوژستیکي اکمال او هوايي بریدونو لپاره په پراخه کچه استفاده کېده، د شوروي اتحاد تر ماتې(۱۹۸۹م) پورې دا اډه د شوروي د یرغلګر پوځ تر واک لاندې وه.
د سره لښکر له ماتې او وتلو وروسته دا اډه د داخلي جنګسالارانو تر منځ په جګړو کې ویجاړه شوه، په ځانګړې توګه د مسعود ځواکونو تر ډېره پر دغه اډه کنټرول درلوده؛ د دغه جګړو پر مهال د ایران استخباراتو «واواک» هم د مسعود د ملېشو اکمال د بګرام هوايي اډې له لارې کاوه. بګرام اډه د مسعود د ملېشو له خوا پر کابل د توغندیزو بریدونو لپاره هم استفاده کېده.
د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د بګرام پر شاوخوا د دوی ځواکونو له شمالي ټلوالې سره پرلهپسې جګړې وکړې، خو وروسته اسلامي امارت پر دغه اډه کنټرول ترلاسه کړ، دا اډه یې د دفاع لپاره استفاده کوله، خو په عصري وسلو سمبال نه وه. په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي اشغالګرو د اسلامي امارت واکمني له منځه یووړله او بګرام هوايي اډه یې تر ټولو ستره پوځي اډه وګرځوله.
د امریکا او متحدینو لپاره یې بګرام د افغانستان په جګړه کې د زړه په څېر رول خپل کړی و، ځکه تر ټولو ډېر پوځیان یې په دغه اډه کې مېشت وو، سترې جنګي الوتکې د اهدافو په نښه کولو لپاره له همدې اډې الوتلې، زرګونه افغان او بهرني زندانیان پکې په خورا وحشت ساتل کېدل، بګرام د ائتلافي ځواکونو د لوژستیکي اکمال او قوماندې ستر مرکز هم و. د بګرام په قوي کولو کې امریکا ستر اهداف درلوده، غوښتل یې چې د چین په شمول ټول رقیبان او سیمه وڅاري او په افغانستان کې د هغه مهال جګړه اکمال او مدیریت کړي.
بګرام هوايي اډه په ۲۰۲۱م کال کې، د امریکا او ناټو له ماتې وروسته د اسلامي امارت تر ولکې لاندې راغله، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې بګرام د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې او د هوايي ځواکونو د یوې برخې استوګنځای ګرځولی، افغان پوځیان پکې روزل کېږي او د دفاع لپاره استفاده ترې کوي.
له بګرام سیاسي او تبلیغاتي استفاده:
د افغانستان په جګړه کې ناکامي د امریکا د دوه ګوندونو(ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو) تر منځ یو جنجالي بحث دی؛ په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور د پای ته رسېدلو پړه دواړو ګوندونو ته ور ګرځي، ځکه ټرمپ چې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی، د دوحې تړون په اړه مذاکرات ګړندي او د دوحې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې له افغانستانه د امریکا د وتلو پرېکړه پکې شامله وه، خو د ډیموکرات ګوند د غړي بایډن په ولسمشرۍ کې دا تړون تطبیق شو.
مګر ټرمپ همېشه هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا ماتې ډیموکرات ګوند ته راجع کړي او په ځانګړې توګه خپل سیال بایډن پړ وګڼي، د ماتې د مسؤلیت پر سر دا ناندرۍ همېشه د ټرمپ له خوا د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال را پورته شوې او د تبلیغاتو لپاره استفاده ورڅخه شوې، په دې لړ کې یې په ځانګړې توګه بګرام د چین او آسیا د څار لپاره مهمه او ستراتیژیکه نقطه یاده کړې، چې په خبره یې بایډن باید بګرام امارت ته نه وای سپارلی.
ټرمپ د بګرام او افغانستان موضوع د امریکا په کورني سیاسیت کې د خپل کمپاین لپاره کاروي، هغه غواړي وښيي چې د سخت دریځه سیاستوال په توګه د امریکا ګټې خوندي کولای شي، تر څو په دې شعار د امریکایانو په منځ کې محبوبیت پیدا کړي.
د چین حضور:
په ۲۰۲۱م کال کې ځینې انځورونه خپاره شول چې په بګرام هوايي ډګر کې یې د شپې پر مهال د رن وې(ځغاستلیکې) د څراغونو روښنايي پکې معلومېدله، دې انځورونو د افغان حکومت مخالفینو ته زمینه برابره کړله چې په پراخه کچه تبلیغاتي استفاده ترې وکړي او د بهرنیو ځواکونو، په ځانګړې توګه چینايي پوځیانو د حضور نوم ورکړي، خو په واقعیت کې هیڅ داسې شواهد او کره اسناد و نه موندل شوه چې وښيي بهرني ځواکونه دې بګرام هوايي اډې ته راغلي وي او حضور دې ولري.
د افغانستان د ارضي تمامیت پخوانیو دښمنانو، هغوی چې دا مهال په مختلفو نومونو د افغان حکومت په وړاندې د سیاسي او نظامي مبارزې دروغجنه ادعا لري، له دې موقع په استفاده امریکا ته داسې دروغجن سیګنالونه ورکړل چې ګواکې چینايي پوځیان په بګرام هوايي اډه کې حضور لري، په دې اړه یې روایتونه رامنځ ته او د قوي کولو لپاره یې په کنفرانسونو او مطبوعاتي اعلامیو کې کار وکړ.
ټرمپ چې په ځلونو یې درواغ ویلي او په دروغجن سیاستوال مشهور دی، د افغان حکومت له مخالفینو سره یې دا درواغ په تدریجي ډول بدرګه کړل؛ ټرمپ د انتخاباتو له پیله دا ادعا کوله چې بایډن د امریکا د تاریخ تر ټولو ستره تېروتنه وکړه چې بګرام یې پرېښود، وروسته یې دې خبرې ته نور پرمخګ ورکړ او ویې ویل، چې بګرام د چین تر کنټرول لاندې دی. له دې وړاندې ټرمپ ادعا کړې وه چې د امریکا له وتلو وروسته چین د افغانستان او سیمې ستراتیژیک موقعیت ترلاسه کړی دی.
د چین په ضد دا دریځ د امریکايي سیاستوالو او ولسمشرانو د اوږدې سیاسي تګلارې برخه ده، دوی غواړي همېشه د خپلو رایو لپاره په امریکا کې د چین په ضد فضا رامنځ ته کړي او د وسیلې په ډول استفاده ور څخه وکړي، خو په دې منځ کې بګرام هغه تکتیک چې ټرمپ غواړي په یادولو یې یو خوا افغانستان تر فشار لاندې ونیسي، بلخوا د چین د نفوذ په اړه د نورو امریکايي سیاستوالو اجماع رامنځته کړي او په څنګ کې امریکايي وګړي د بګرام په څېر تبلیغاتي مسایلو کې بوخت وساتي.
نه چین په افغانستان کې نظامي حضور لري، نه له دغه هېواد سره د جمهوریت په څېر د امنیتي تړون په بهانه بهرنیانو ته د خاورې ور سپارلو سند شتون لري، نه به افغانان نور دې ته اجازه ورکړي چې د چین، امریکا، روسیې، غرب یا شرق په نوم کوم هېواد یا نظامي قوت افغانستان اشغال کړي. په بګرام کې د چین د حضور ناسمه ادعا تنها د پورته موخو لپاره استفاده کېږي.
د بګرام د نیولو بې ګټې هرکلی:
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېتانیا له لومړي وزیر سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل او دغه راز د بګرام هوایي اډې پرېښودل، د دغه هېواد لپاره ستره فاجعه ګڼلې او ټینګار یې کړی چې دوی به د دې سترې نظامي اډې د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.
د دې خبر له خپرېدو سره سم د افغانستان بې ضمیره دښمنانو، هغه چې همېشه پر افغانستان په بهرني اشغال کې خپلې ګټې ویني، د ټرمپ د خبرې هرکلی وکړ. دغه مخالفین چې د مدني، سیاسي او نظامي ډلو مشران دي، د پرځېدلي جمهوریت پر مهال یې په خورا اخلاص د امریکا خدمت وکړ، د امریکا له ویستل کېدو سره یې یو ځای له هېواد څخه تېښته کړې وه، اوس بیا ځلي خوښ دي چې ټرمپ ورته پر افغانستان د نظامي یرغل دروغجنه تمه یا سیګنالونه ورکړي دي.
دوی د افغانستان بیا اشغال ته خوښ دي، ځکه د امریکا له بیا ځلي اشغال سره دوی ته زمینه برابرېږي چې په افغانستان کې بیا واک ته ورسېږي، خو د افغانستان بیا اشغال ته د دوی خوښي بېځایه ده، ځکه د پرځېدلي جمهوریت ټول چارواکي، چې دا مهال د افغان حکومت مخالفین دي، امریکا تجربه کړي دي، نور په افغانستان کې واک ته د دوی له رسېدو سره موافقه نه لري، ځکه چې امریکا نور باور پرې بایللی دی. ټولو درک کړې ده چې مخالفین له دغسې مواقعو د تبلیغاتو لپاره استفاده کوي او غواړي د بحث برخه شي، خو دوی نور منزوي شوي دي او د خبرونو سرټکي نه ګرځي.
د افغان حکومت مخالفین په خپلو مټو نه، بلکې د پردیو په زور واک ته د رسېدو خوبونه ویني؛ دوی د امریکايي اشغال په حضور کې خپلو شتمنیو، ماڼیو، تجارتونو او بانکي اکاونټونو ته حساب کوي او له همدې اړخه یې محاسبه کوي، نه د ملت د کړاو، درد او وینې بهېدنې له اړخه. مخالفین چې اشغال ته خوشحال دي، په حقیقت کې د خپل ملت دردونو ته خوشحال دي.
احتمالي سناریوګانې:
دلته پر دوه هغه احتمالي سناریوګانو رڼا اچوو چې د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهانو یې وړاندوینې کړې دي؛
اوله سناریو: د بګرام موضوع په پریس کنفرانسونو او نړۍوالو مېزونو یادول د ډیپلوماټیک فشار او تبلیغاتو لپاره کېږي. په افغانستان کې د امریکايي اتباعو د بند په اړه د امریکايي جهت ادعاوې شتون لري، ټرمپ د یادو بندیانو د خلاصون او په افغانستان کې د چین د اقتصادي پروژو د مخنیوي لپاره اسلامي امارت تر فشار لاندې راولي، خو په دې برخو کې عملي بدلونونه ډېر لږ احتمال لري، ځکه امارت د دغسې مسایلو پر حل د بې طرفۍ په پام کې نیولو سره پر ډیپلوماټیکو لارو چارو کار کوي. د سیمې لږ هېوادونه به هڅه وکړي چې د افغانستان په مسایلو کې امریکا بې اغېزې کړي، خو که د امارت بې طرفه سیاسي پالیسي او ډیپلوماټیکو اړیکو ته نړۍوالو تمایل شتون ولري، سیاسي ثبات او توازن پر خپل ځای پاتېږي. له دې سناریو سره د افغان حکومت د واک ثبات دوام پیدا کوي خو سیاسي کړکېچونه به لږ زیات شي.
دوهمه سناریو: امریکا د بګرام په بهانه پر افغانستان د امریکا د یو بل نظامي یرغل تابیا نیسي. ټرمپ ادعا کړې چې د چین اټومي تأسیسات له بګرام څخه د یو ساعت په اندازه لیرې دي، همدا راز بګرام په اسیا کې داسې یو اډه ده، چې په توسط یې امریکا کولی شي چین، ایران، د سیمې هېوادونه او آن روسیه وڅاري، د خپلو نیابتي جنګیالیو لوژستیکي اکمال وکړي او د افغانستان په څېر ستراتیژیک موقعیت تر خپل نفوذ لاندې وساتي. خو په دې سناریو کې مهمه ده چې ووایو پر افغانستان بیا نظامي یرغل د ټرمپ په شخصي پرېکړو نه کېږي، بلکې د امریکا د کانګریس پرېکړه، په دفاعي بودیجه کې سترو تغیراتو او یو شمېر نورو مراحلو ته اړتیا لري، چې تر دې مهاله یې هیڅ راز څرک نشته؛ همدا راز امریکا تر دې مهاله په اوکراین، منځني ختیځ او افریقا کې ښکېل ده، نشي کولی په افغانستان کې هم بیا ځلې ښکېل شي. په همدې اساس ویلی شو چې لومړۍ سناریو د تطبیق احتمال ډېر او د دوهمې سناریو د تطبیق احتمال ډېر په ټیټه کچه کې دی.
د امریکا تکراري غوښتنه:
د امریکا یوه دوامداره غوښتنه چې هر کله یې په کنایوي یا مستقیم ډول بدرګه کړې ده، دا چې د امریکا او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو یا یو نوي تړون په پایله کې، په بګرام کې د امریکايي پوځیانو او استخباراتي کارکوونکو محدود حضور ته اجازه ورکړل شي، تر څو په افغانستان کې د امریکا موخې تأمین شي. خو دا غوښتنه همېشه د افغان حکومت له خوا په کلکه رد شوې ده، ځکه دغسې حضور د افغان مؤمن او مجاهد ولس د شل کلنو قربانیو پلورل شېمرل کېدای شي، د افغانستان ارضي تمامیت نقضول دي او د خپلواکۍ سلبول دي.
د بیا ځلي نظامي یرغل پایلې:
کله چې په ۲۰۰۱م کال کې امریکا پر افغانستان برید کاوه، د امریکا او غرب په شمول د سیمې هېوادونه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي هم په دې راضي وو یا یې مخالفت نه څرګندوه، چې امریکا او ناټو افغانستان اشغال کړي. کله چې امریکا د هر اړخیز یرغل تر شا خپلې اصلي موخې افشاء کړې او د افغانستان جګړه یې مدیریت نشو کړای، د سیمې هېوادونو یې مخالفت ته مخه کړه او په افغانستان کې نور د امریکا اشغال ورته د خپلو سیاسي موخو پر بنسټ د منلو وړ نه و.
کله چې امریکا او متحدین یې له افغانستانه وتښتېدل، په افغانستان کې نوی حکومت ایجاد شو، افغانستان یې په نسبي توګه ارام وساته، د سیمې له هېوادونو سره یې په بې طرفه توګه ډیپلوماټیکې اړیکې رامنځ ته کړې، تر دې چې د روسیې له خوا په رسمیت وپیژندل شو او د داخلي مشروعیت ترڅنګ د نړۍوال مشروعیت لړۍ پیل شوه، اوس د روسیې، ایران، چین، ازبکستان، ترکمنستان، قراقستان او هند سره نږدې هر اړخیزې اړیکې شته، په څنګ کې یې له منځني ختیځ او غربي هېوادونو سره هم اړیکې تأمین شوې دي.
که چیرته بیا هم امریکا پر افغانستان نظامي یرغل وکړي، نو له لاندې پایلو سره مخ کېږي:
۱. افغان حکومت به په خپل ټول توان له افغانستان څخه دفاع وکړي.
۲. له څو محدودو نیابتي او استخباراتي ډلو پرته به په داخل کې نور هیڅوک د امریکا همکاري و نه کړي.
۳. ایران، چین او روسیه، په سیمه کې د امریکا نظامي حضور ته اجازه نه ورکوي، دوی به د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره افغانستان د نړۍوالو قدرتونو د زور ازموینې مرکز وګرځوي.
۴. پاکستان چې د خپلې نا امنۍ پړه پر افغانستان ور اچوي، زمینه به ورته برابره شي چې په افغانستان کې بیا پراخې جنګي او استخباراتي مداخلې وکړي.
۵. را ټول شوی او متحد افغان ملت به وپاشل شي او افغانستان به د نا امنۍ کور او نا کراریو محور وګرځي.
د تحلیل پایله:
بګرام یوازې یوه نظامي اډه نه ده، بلکې د نړۍوالو زبرځواکو ترمنځ د ژور ستراتیژیک رقابت یوه مهمه نقطه ده، چې د افغانستان د جیوپولیټیک موقعیت له کبله یې اهمیت څو برابره زیات شوی. د بګرام په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې، که څه هم تبلیغاتي بڼه لري، خو د خپلې سیاسي جایګاه د لویولو او په واقعي توګه امریکا ته د ژمن ولسمشر د ښکاره کولو کمپاین یوه اساسي برخه ګرځېدلې ده. نوموړی هڅه کوي چې د بګرام پرېښودل د بایډن یوه ستره اشتباه وښيي او د چین د نفوذ د پراخېدو لپاره یې خطر وګڼي.
د بګرام په تړاو، د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د هغو افغان سیاستوالو او مخالفینو له خوا هم له تود هرکلي سره مخ شوي، چې د امریکا په خوښه واک ته رسېدلي وو او اوس بیا د واک تنده لري. هغوی د بګرام د احتمالي بیا اشغال خوبونه ویني، خو دا تمې یې له واقعي تحلیل او سیمهییزو واقعیتونو سره اړخ نه لګوي. په تحلیل کې وړاندې دوه احتمالي سناریوګانې وړاندې شوې، لومړۍ سناریو (یعنې د بګرام موضوع یواځې د تبلیغاتو او فشار وسیله ګڼل) د چارو د کارپوهانو په آند تر ډېره واقعبینانه او احتمالي ده. دویمه سناریو (د امریکا بیا نظامي یرغل) که څه هم امکان لري، خو د نړۍوالو، سیمې هېوادونو او د امریکا د داخلي محدودیتونو له امله یې احتمال ډېر کم دی.
افغان حکومت تر اوسه بګرام د افغانستان د ملي دفاع یوه برخه ګرځولې، کوم بهرنی نظامي شتون پکې نه دی تثبیت شوی. د چین د نظامي حضور او کنټرول ادعا نه یوازې بېاساسه ده، بلکې د تبلیغاتي جګړې برخه ده، چې هدف یې د افغان حکومت مشروعیت تر سوال لاندې راوستل، د چین ضد فضاء تازه ساتل او امریکا ته د سیاسي فشار لپاره د یوې وسیلې جوړول دي.
د بګرام موضوع باید د داخلي یووالي، ملي حاکمیت او بې طرفۍ پر اصلونو ولاړه وڅېړل شي، نه دا چې د بهرنیو لوبغاړو د تبلیغاتو وسیله وګرځي او څو هغه څېرې یې د شخصي ګټو پر بنسټ د افغانستان په خیر وګڼي، چې شل کاله یې ملت ته امتحان ورکړی دی، خو ناکام شوي دي. افغانان نور نشي زغملای چې هېواد یې بیا د زبرځواکونو ترمنځ د نیابتي جګړو ډګر وګرځي. د اوسني افغان حکومت سیاست د بې طرفۍ، متوازنې ډیپلوماسۍ او د ملي حاکمیت د ساتنې پر بنسټ ولاړ دی او همدا یوازینۍ لاره ده چې د هېواد ثبات، پرمختګ او سیمهییز اعتبار خوندي کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.