د جمعيت ګوند پخواني مشر او د پرځول شوي جمهوريت پر مهال د بلخ والي عطا محمد نور ويلي، چې افغانستان د نړۍ په کچه د استبداد او اشغالګرو پر ضد د مبارزې له امله پېژندل کېږي؛ خو په وينا یې اوس ځینې کسان د شخصي ګټو لپاره د خاورې د پلور په سیالیو بوخت دي.

نوموړي د پرځول شوي جمهوريت چارواکو او د مخالفو جبهو مشرانو ته چې د ټرمپ له لوري د باګرام هډې‌ په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړې ويلي: «پرديو ته د خاورې سپارل که د کابل وي که د قندهار د بې‌غیرتۍ او پر ناموس د معاملې پرته بله معنا نه لري.»

هغه همدا راز نوموړي د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې «طالبانو» هېڅکله د خاورې خرڅلاو ته لاس نه دی غځولی.

نوموړي زياته کړې، چې دا مهال په افغانستان کې د هېڅ ځواک حضور او اشغال ته اړتیا نشته.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version