د اکسيوس او يو شمېر نورو رسنو د راپورونو له مخې د سوريې د پخواني ولسمشر بشر الاسد IL-76 الوتکه چې نوموړی پکې له دمشق څخه وتلی و، د سوريې او لبنان ترمنځ سرحدي سيمه کې ويشتل شوې او غورځول شوې ده.
راپورونه وايي خو دا چې بشر الاسد هم په دې الوتکه کې و او دا دقيق هماغه الوتکه ده، چې هغه پکې له هېواده د وتلو په لټه کې و که نه، لا تر اوسه خپلواکو سرچينو دغه خبر نه دی تائيد کړی.
د اسد لېږدونکې الوتکې په ۱۶۰۰ فوټه ارتفاع کې الوتنه کوله.