Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»بې تاثیره څېرې او د هغوی تاریخ تېره غوښتنې او وړاندیزونه
    تورې څېرې

    بې تاثیره څېرې او د هغوی تاریخ تېره غوښتنې او وړاندیزونه

    صابر افغانصابر افغان26 اگست 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له افغانستانه بهر مېشتې ډلې ټپلې، سیاسي څېرې او افراد اوس په تر ټولو مبهم او سرګردانه حالت کې دي، دوی کله د جګړې شعارونه او نغارې ډنګوي، کله بیا ځانونه مشاورین او سلاکاران کړي او له واقعیته لېرې بې ځایه او بې ګټې فیسبوکي مشورې ورکوي او کله بیا په تاریخ کې د دوی د ثبت شویو کارنامو او بې باکیو د بدلون هڅه کوي. دوی اوس نږدې په ټوله معنی له حقیقي نړۍ او ژونده را وتلي او په مجازي نړۍ کې ژوند کوي. د دوی اوسني حالت ته په پام، داسې ښکاري چې دغه کسان او څېرې د ژوند له هر ۲۴ ساعتونو یې ډېره برخه له ټولنیزو رسنیو سره تېروي او د دوی ژوند یې مجازي کړی دی.

    دوی د دې پر ځای چې مسایلو ته له حقیقي او واقعي عینکو وګوري، برعکس هر څه د ټولنیزو رسنیو په تول تلي. کله چې په ټولنیزو رسنیو کې د جګړې شعارونه او کیسې زمزمه کېږي، نو دوی واړه را ګرم شي او دا شعارونه او زمزمې ورسره بدرګه کوي، کله چې بیا بحث نورو سیاسي مسایلو، ډیالوګ او خبرو اترو ته شي، نو دوی ځانونه مشاورین کړي، کله مخالفینو، کله اوسني حکومت، کله سیاسیونو او کله هېوادونو ته مشورې ورکوي؛ دوی فکر کوي، څه چې دوی وايي هماغسې دې وشي او ګواکې نړۍ د دوی له خوښې سره سمه روانه شي.

    اوس چې یو ځل بیا دا خبره ګرمه شوې چې ګواکې اوسنی افغان حکومت دې د پرځېدلي جمهوریت د وخت له چارواکو او سیاسي دوکاندارانو سره روغه جوړه وکړي، واک ته یې دې راولي او یو ځل بیا دې یې د ولس پر اوږو سپاره کړي، یوه ډله بهر مېشتي د پرځېدلي جمهوریت چارواکي لګیا دي، همدا خبره تکراروي، لیکنې کوي او په ټولنیزو رسنیو کې اوسني حکومت ته مشورې ورکوي، مګر دوی په ورته مهال ټول هغه فرصتونه هېروي چې یو وخت په دې برخه کې موجود وو.

    د دوحې له تړون وروسته، یوه اوږده موده د سیاسي جوړجاړي، خبرو اترو او روغې جوړې لپاره فرصت موجود و، خو له بده مرغه همدې مفسدو سیاسیونو، د قومي ګوندونو مشرانو او د پرځېدلي جمهوریت چارواکو په سیند لاهو کړ، دوی هغه مهال د خپل واک د دوام او دلته د جګړې د غځېدو لپاره ډېر فرصتونه ضایع کړل، ناستو ته به یې ماشومان ور لېږل، په یو ډول به هغه فرصتونه ورته ملنډې ښکارېدې او دوی به د غنیمت په سترګه ورته کتل، دوی ته هغه مهال هم په ځلونو دا پیغام ورسېد چې دا فرصتونه دایمي او حتمي نه دي، نو باید اعظمي ګټه ترې واخیستل شي، خو دوی د ګټې اخیستو پر ځای ترې ماشومانه لوبې جوړې کړې او د جمهوریت چارواکو د جوړجاړي رښتینې اراده نه درلوده.

    البته دوی تر هغې وړاندې هم څو، څو ځله ازمویل شوي وو، دوی نه دې وطن او نه هم دې ولس ته تعهد درلوده، له لومړي سره په خپلو ګټو پسې روان وو، دوی هرې معاملې ته له هر چا سره په هر ارزښت تیار وو، خو چې د دوی شخصي ګټې خوندي کړي، مګر اوس چې افغانستان د دوی له شره خلاص دی، ولس ترې د ارام ساه اخیستې، اوس بیا د خبرو په نوم د نویو جعلي پروسو وړاندیزونه کوي او ځينې مداریان یې ورته تبلیغات کوي، خو اوس دې دوی په دې وپوهېږي چې ډېر ناوخته شوی، اوس نه هغه فرصت شته او نه هم هغه باور. دوی هم فرصت له لاسه ورکړی او هم باور. اوس د افغانستان شرایط نور دي او ښه ده چې د دې تکراري او بې خونده مسایلو پر ځای پر نورو لومړیتونو او ضرورتونو تمرکز وشي او بس!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد دفاع وزارت د بېلابېلو جزوتامونو ۱۳۸ ځوان منسوبین له مسلکي زده‌کړو فارغ او دندې ته چمتو شول
    راتلونکي مقاله ‏د امارتي شرکتونو لوی رئیس تاتارستان ته په رسمي سفر تللی

    مربوطه لیکنې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند‌لیک ته لنډه کتنه

    25 اگست 2025

    د افغان حکومت مخالفین؛ واشنګټن په اسلام آباد پلورلي

    21 اگست 2025

    مخالفي ډلې د اړیکو د نویو فصلونو د ایجاد په لټه کې دي

    18 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 26 اگست 2025

    مولوي سردار احمد شکيب او صادق خان د افغانانو لپاره د پاکستان د ويزو پر ستونزو خبرې کړي

    په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې هلته افغان…

    تېره میاشت د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    26 اگست 2025

    د هېواد د لويو او اساسي موخو د ترلاسه کولو لپاره پرمختيايي تګلاره تصويب شوه

    26 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي سردار احمد شکيب او صادق خان د افغانانو لپاره د پاکستان د ويزو پر ستونزو خبرې کړي

    26 اگست 2025

    تېره میاشت د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    26 اگست 2025

    د هېواد د لويو او اساسي موخو د ترلاسه کولو لپاره پرمختيايي تګلاره تصويب شوه

    26 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،014 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،954 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،983 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.