په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې هلته د افغانستان د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د دغه هېواد د نړیوال توریزم نندارتون کې گډون وکړ.
ښاغلي صابر د نندارتون په لړ کې گډونوالو ته په افغانستان کې د ټینگ شوي امنیت، سیاحت او پانگونې په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همداراز د سیاحت په برخه کې د پانگونې پر فرصتونو خبرې وکړې او گډونوال یې د افغانستان د سیاحتي ظرفيتونو څخه گټې اخیستنې ته وهڅول.


