د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د ياد وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د ترکیې هېواد د همغږۍ او همکارۍ اژانس (ټیکا) مؤسسې له مسؤل فاضل آکین اردوغان سره کتلي دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې پر اساس په دغه لیدنه کې د ټیکا مؤسسې مسؤل فاضل اکین د یادې موسسې د فعالیتونو په تړاو معلومات وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده؛ چې د ترکانو او افغانانو د ګډو کلتوري مشترکاتو او اوږدې ملګرتیا له مخې به د افغانستان د تاریخي ابداتو په رغونه، د ملي آرشیف، هنرستان او عامه کتابتونونو د تجهیز په برخه کې خپله همکاري لا پراخوي.
خبرپاڼه زياتوي چې د ټیکا مؤسسې مسؤل ویلي: د خپلو پرمختیایې او کلتوري برنامو له مخې به په نژدې ورځو کې د مولانا جلال الدین محمد بلخې د والد د مدرسې او خانقا سروې او د بیارغونې لپاره لاس په کار شو.
په ورته وخت کې د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د یادې مؤسسې له اغیزمنو فعالیتونو مننه کړې او ویلي یې دي چې ترکیې تل د افغانستان سره په پرمختیایې او کلتوري کارونو کې مرسته کړې ده.