کابل کې د ایران سفارت ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، کاظم غریب‌ابادي د افغانستان سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نور الله نوري سره ټلیفوني اړیکه کې پر دوه اړخیزو سرحدي همکاریو خبرې کړې دي.

سرچینې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دواړو خواو د سرحدونو په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ مثبتې بللي او د سرحدي نښو پر نوي کولو یې ټینګار کړی دی.

دغه راز هوکړه شوې، چې په دې برخه کې دې د دواړو لوریو ترمنځ مسلکي او حقوقي غونډې په چټکۍ ترسره شي.

د دغې هوکړې له مخې، د افغانستان-ایران د سرحدي همکاریو راتلونکې غونډه به په ۱۴۰۵ لمریز کال کې د ایران په کوربتوب جوړه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version