د افغانستان برښنا شرکت وایي، د دغه شرکت عمومي رئیس، ملا عبدالحق همکار ترکمنستان ته په سفر کې د ياد هېواد د انرژۍ وزیر، آننه ګیلدي سپروف سره برښنا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
لیدنه کې ښاغلي همکار ویلي، چې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا لېږد مزي پروژې چارې په چټکۍ روانې دي او تمه کېږي چې د شاوخوا یو کال په موده کې بشپړې شي.
بل لور ته د ترکمنستان د انرژۍ وزیر ډاډ ورکړی، چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته به د دغه هېواد وارداتي برښنا په نورمال ډول دوام ولري.
سربېره پر دې، ترکمن چارواکو ژمنه کړې، چې ژر به کابل ته د نویو برښنايي پروژو له طرحو سره سفر وکړي.
