تهران کې د روسیې سفارت نن يکشنبه اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې یې خپل سفارت تړلی او کنسولي خدمات یې درولي دي.
د روسیې سفارت ويلي، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله، اوس مهال دا امکان ارزوي چې خپل اتباع له ایران څخه د ځمکنۍ لارې وباسي.
په ورته مهال د وروستیو تحولاتو په غبرګون کې، نن د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د مېشتو هېوادونو له سفیرانو او د استازولیو له مشرانو سره غونډه کړې.
نوموړي په دې لیدنه کې د اسرائیلي رژيم بریدونه د «ناقانونه» بللو ترڅنګ، د ايران د دفاع حق ته اشاره کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ملي حاکمیت او سیمهییز امنیت درناوی وکړي.