Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»تښتېدلي رهبران او د ډیورند کرښې سوداګري
    لیکني

    تښتېدلي رهبران او د ډیورند کرښې سوداګري

    صابر افغانصابر افغان5 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوریت حکومت د دورې تښتېدلي رهبران چې په تېرو دریو کلونو کې یې ونشو کولی د سرپرست حکومت په وړاندې د غربي هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي او ترې ناهیلي شول، اوس د هغو هېوادونو دروازې ټکوي چې پخوا یې د سرپرست حکومت بې قید او شرطه ملاتړي بلل او تور یې پورې کاوه چې د دې هېوادونو تر قوماندې لاندې دي.

    په دې وروستیو کې ځینې راپورونه وایي، چې د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو مشران، د قدرت او مقام د ترلاسه کولو په موخه، هڅه کوي چې د افغانستان خاوره پر پاکستان وپلوري. ویل کېږي چې د مقاومت جبهې لوړپوړو مشرانو په تاجکستان کې د پاکستان د استخباراتو له مشر سره هم لیدلي وو او له هغه یې غوښتي چې د افغانستان د اوسني حکومت پر ضد، له دوی څخه سیاسي او نظامي ملاتړ وکړي.

    یادو مشرانو استدلال کړی، پاکستاني طالبان چې د پاکستان دولت ته جدي ګواښ بلل کېږي، د افغانستان د طالبانو یوه څانګه ده. دوی پاکستان ته ویلي که د طالبانو حکومت ړنګ شي، نو ټي‌ ټي‌ پي به هم ورسره کمزورې شي، نو باید د طالبانو پر ضد زموږ ملاتړ وکړئ.

    د پاکستان د استخباراتو مشر د دې ملاتړ په بدل کې له مقاومت جبهې څخه د ډیورند کرښې په رسمیت د منلو غوښتنه کړې. راپورونه ښيي چې دغه پلاوي د آی‌ اس‌ آی له مشر سره په ځینو شرایطو هوکړه کړې او ژمنه یې کړې چې که دا شرطونه عملي شي، دوی به د ډیورند کرښه په رسمیت وپیژني. لاهم روښانه نه ده چې د دې معاملې پټ شرطونه څه دي، خو د مخالفو ډلو بد وضعیت ته په کتو، داسې ښکاري چې دا شرطونه به په پاکستان کې تښتېدلو مشرانو ته د خوندي ځایونو برابرول، د جنګیالیو د جذب مرکزونه جوړول، د سرپرست حکومت پر ضد سیاسي فشارونه او دا معامله له افغان ولس څخه پټ ساتل وي.

    د افغانستان تاریخ ګواه دی او تجربو ښودلې چې د دې خاورې پر سر هره کېدونکې معامله له ماتې سره مخ شوې او معامله‌ کوونکي یې تل رسوا، تور مخ او شرمېدلي دي. دې ډلې د سرپرست حکومت د تأسیس له لومړۍ ورځې، د دې حکومت مشران د پاکستان د استخباراتو لاسپوڅي بلل او ویل یې چې طالبان د آی‌ ایس‌ آی تر قوماندې لاندې جنګېږي.

    اوسنيو بدلونونو بیا وښوده چې د دې خاورې اصلي بچیان د افغانستان د اوسني حکومت مشران دي. هغوی چې افغانستان یې یو ځل پر ناټو وپلوره، اوس د پاکستان له استخباراتي ادارې سره پر ډیورند کرښې د معاملې په هڅه کې دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ټرمپ څرګندونو ته د سرپرست حکومت غبرګون؛ غزه د فلسطین خاوره ده او بل هیڅوک یې د برخلیک ټاکلو حق نه لري
    راتلونکي مقاله ملا عبداللطیف منصور: د سرپرست حکومت رهبري د خلکو اړتیاوو ته په کتو د هېواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی

    مربوطه لیکنې

    په جګړه کې ښکېل مثلث؛ آیا پاکستان د اسرائیلو او امریکا د ګډې پروژې لپاره جنګېږي؟

    20 مارچ 2026

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مارچ 2026

    د خیبر پښتونخوا بر قمبرخېلو کې جګړه شوې او بنو کې څلور پولیس تښتول شوي

    ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ اړوند بر قمبر خېلو…

    بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ اته پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي

    20 مارچ 2026

    د سپاه پاسداران ویاند علي محمد نائیني ووژل شو

    20 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د خیبر پښتونخوا بر قمبرخېلو کې جګړه شوې او بنو کې څلور پولیس تښتول شوي

    20 مارچ 2026

    بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ اته پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي

    20 مارچ 2026

    د سپاه پاسداران ویاند علي محمد نائیني ووژل شو

    20 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،125 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،148 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.