د مالیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېره يوه اونۍ کې يې د افغانستان له ګمرکونو د بې کيفيته وارد شویو تېلو شاوخوا ۶۰ ټانکرونه بېرته ایران ته استولي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه ټانکرونه یې د فراه له ابونصر فراهي او د نیمروز او هرات د تورغونډۍ له ګمرکونو ایران ته ستانه کړي دي.
د يادونې وړ ده چې هېواد کې د بې کيفيته تېلو له شتون يو شمېر شکايتونه کېږي خو؛ اړونده ادارو تل ټينګار کړی چې هېواد ته د بې کيفيته تېلو له واردېدو مخنيوی کوي.