د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال وږي مياشت کې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۲۱ زره او ۷۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د نوموړي په وینا، ‏په یاده موده کې تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان بندر له‌ لارې شوي، چې شمېر یې ۲۹۴ زره او ۲۸۱ مټریک ټنو ته رسېږي.

‏د انتقالاتو له منځه ۱۹۴۶ ټنه ټرانزیټ او صادرات دي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، د انارو جوس او وریجې تشکیلوي.

حق‌شناس ډاډ ورکړی، چې ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version