د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، تېره میاشت د هرات له موزیم او ارشیف څخه دوه نیم زرو نفرو لیدنه کړې ده.

د یاد ریاست د موزیم مدیر نورزی وايي، تېره میاشت د موزیم او ارشیف د لیدونکو په شمېر کې د پام‌وړ ډېروالی راغلی دی، چې د پرو سږکال په نسبت د دې کال د وري په میاشت کې د لیدونکو په شمېر کې شااخوا ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ده په خبره، په تېرو دوو کلونو کې له ۵۰۰ څخه ډېر تاریخي اثار د فرهنگیانو او امنیتي ځواکونو له لوري موزیم ته لېږدول شوې دي.

د هرات د موزیم او ارشیف څخه لیدونکو هم وايي، چې د امنیت په ټینگېدو سره خلکو ته د تاریخي او تفریحي ځایونو څخه د لیدو زمینه برابره شوې ده.

د هرات ولايت موزيم د ياد ولايت په تاريخي اختيارالدين کلا ( د هرات ارگ) کې موقعيت لري، چې له اسلامي دورې وړاندې، د اسلامي دورې او معاصرې دورې تاريخي اثار پکې موجود دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version