د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د روان ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له پيله تر پايه د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳زره ۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان بندر له لارې شوي، چې اندازه یې ۵۷۷زره او ۹۸۹ مټریک ټنو ته رسېږي.
له ټولګټو وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له منځه ۶۳ ټنه صادرات دي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس تشکیلوي.
ټولګټو چارو وزارت ویلي، هڅه کوي د اوسپنې پټلیو له لارې سوداګرو ته د توکو د لېږد رالېږد لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
