
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په زمري میاشت کې د هېواد وسپنې پټلۍ له لارې ۴۱۳ زره او ۲۵۳ مټریک ټنه انتقالات شوي.
د خپرپاڼې لهمخې، تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان بندر له لارې شوي، چې اندازه یې ۲۵۹ زره او ۶۹۷ مټریک ټنو ته رسېږي.
حقشناس ټينګار کړی، چې ټولګټو وزارت هڅه کوي د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.